غزل
د ژوندون رگونه تار ستا د اوربل دي
Khushal Khan Khattakد ژوندون رگونه تار ستا د اوربل دي
هم زما خسته حيران دي، نه د بل دي
په بڼو مې په سينه، په سينه وله!
موسېده دې د سينې د درد تبل دي
ستا د سترگو تر صفت به نه رسېږي
سحر گر که صفت شوي د بابل دي
مگر ما سره يې مينه په دروغ ده
چې د سترگو يې و بل وته ځمبل دي
په دا هسې سخت اهاړ مخ د هغوی دی
چې نصيب يې سړې واورې د کابل دي
دا همه اثر د خاورو، د اوبو دی
چې په کښته ولې لاړې د کبل دي
د خوشال غوندې به کوچ ځنې، بېل نه کا
شاعران چې د خبرو په شاربل دي