غزل
د ښادمنو په خندا ږو
Khushal Khan Khattakد ښادمنو په خندا ږو
دغمجنو په ژړا ږو
د رندانو په رنديې
د شېخانو په تقوا ږو
په وفا د عاشقانو
د معشوقو په جفا ږو
د وصال په سل خوښيه
دهجران په زر بلا ږو
د بهار په ښو گلونو
د بلبلو په نوا ږو
چې ترې سبر ونې هيڅ دي
په هغه قد بالا ږو
چې مکحولې دي له نازه
په هغو سترگو شهلا ږو
چې نريه تر وېښته ده
په هغه باريکه ملا ږو
چې عاشق ورپسې مرينه
په هغه جمال زېبا ږو
چې راځي د يار له لوريه
په هغه باد سبا ږو
چې پيغام راوړي د وصل
د هغه قاصد په پا ږو
چې دويمه پکې نشته
د ريښتينو په رښتيا ږو
په دا هومره سوگندونه
صد هزار ځله بيا بيا ږو
چې تر ځان په تا مين يم
زه خوشال خټک په تا ږو