غزل د مرغۍ که وزر شته الواته کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د مرغۍ که وزر شته الواته کا څه په دور لکه باز هسې خاته کا 02 که مته غوندې تېره لري مږک داړه څه مته غوندې گوزار وته واته کا 03 په ارمان د ديدن مرم پرې مې سلام دی چې ځير ځير مې د يار مخ و ته کاته کا 04 ښايسته په جهان ډېر دي ښه هغه دی په ښه خوی چې د عاشق د زړه ساته کا 05 لکه سترگې د تصوير ځنبل يې نه وي چې مې سترگې ښه جمال وته کاته کا 06 څه خوښې يې پکښې ايښې ده پوهېږي هر نفس چې دې واته ننواته کا 07 و احوال وته يوه دوه شي دوه څلور شي په شماره کې څلور هم ورنه اته کا 08 په هرڅه کې يې لذت فرحت راحت دی لکه ساچې و واته ننواته کا 09 که په تن خوشال خټک دی ځنې لرې دده زړه، د يار په کوی کې جار واته کا Dictionary meaning × Headword