نظم د سر درد علاج Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که تازه ماهي څوک واخلي که دوهو وي لا بهتر 02 اندرون يې درست خالي کا آلايش يې کا بدر 03 د مرده په پاڼو يې ډک کا دده گېډه درست جگر 04 بيا يې گېډه سره کوک کا چې محکم شي لرو بر 05 د کونجد په تېل يې پوخ کا چې ښه پوخ شي سراسر 06 بيا دې پوخ ماهي راواخلي له روغنه گرم تر 07 په طباخ کې دې يې کېږدي چې غوړي شي ترې بدر 08 بيا دې صاف هغه غوړي کا په شيشه دې يې کا در 09 په صماخ کې يو څو څاڅکي يا په پوزه کې اندر 10 چې د درد څښتن دا وکا پرې ور کېږي درد سر 11 که هغه ماهي څوک وخوري سود دباد لري بېشتر Dictionary meaning × Headword