نظم
د سر درد علاج
Khushal Khan Khattakکه تازه ماهي څوک واخلي
که روهو وي لا بهتر
اندرون يې درست خالي کا
الايش يې کړه بدر
د مروه په پاڼو ډک شي
دده گېډه درست ځيگر
بيا يې گېډه سره کوک کا
چې محکم شي لر و بر
د کونجد په تېل يې پوخ کا
چې ښه پوخ شي سراسر
بيا دې پوخ ماهي راواخلي
له روغنه گرم تر
په طباخ ې دې يې پرېږدي
چې غوړي شي ترې بدر
بيا دې صاف هغه غوړي کا
په شيشه دې يې کا در
په صماخ کې يې يو څاڅکی
يا په پوزه کې اندر
چې د درد څښتن دا وکا
پرې ورکېږي درد سر
که هغه ماهي څوک وخوري
سود يې ياد لري بېشتر