غزل
دا زما زړگی په خپل زړگوټي نسه
Khushal Khan Khattakدا زما زړگی په خپل زړگوټي نسه
چې دې زړه وي، زما زړه هم هسې کسه
دا د وړکيو خوی دی څه ونيو په لاس کې
چې زر زر څه ورکوې بيا يې رانسه
زه به هيڅکله د تا له وره وانه وړم
که هر څو وايې چې مه راځه ناغسه
که هر څو د شندې گل څه ښه ليده شي
رخ يې نه دی چې سيالي کا له نرگسه
چې يې تل و غوا و غېلو ته سورې وي
خدای دې واخله د بې دردو مجالسه!
هر دم دار يې په خپل کار کې دی خوښ کړی
که سړی دی که، پېری که کوس و غسه
چې يو هم د زړه سانونی په کې نشته
توبه توبه د خټکو له اولسه
زه خوشال چې په مزريو باندې تيځ کړم
تاته څه رنگه گيدړ شوم ترو مې کسه