غزل
د ځوانيې په خوبيه کې څه شک دی
Khushal Khan Khattakد ځوانيې په خوبيه کې څه شک دی
د پيريې عمر درست له عيبه ډک دی
پرهارونه مې په زړه تازه، تازه شي
د وړولی په پرهار باندې نمک دی
که ښادي درباندې راشي، پرې خوښ مه شه!
په ښاديې پورې هر کله غم لک دی
هيڅ فرياد دچا د ظلم ، جور مه کړه!
په هر چا باندې چې شندې کا فلک دی
غم يې بې حکمته نه دی پيدا کړی
د نامرد د مرد په منځ کې غم محک دی
څو چې ډېر ډېر لذتونه ډېر غمونه
ښه هغه چې بس يې گېډې ته کنډک دی
توره چا وته تړم چې زه ملنگ شوم
ښه خو داچې مې په غاړه يو کوتک دی
تفحص که څوک دخوږو زړونو کاندي
د خپل قوم له لاسه ورک خوشال خټک دی