غزل

دنيا بده بلا ده چې و ما وته ښکارېږي

Khushal Khan Khattak

دنيا بده بلا ده چې و ما وته ښکارېږي

په دې له خپله پلاره سکه زويه وېزارېږي

چې څوک وبله خپل دي ولې فهم فکر نه کا

چې مرگ شته په دنيا کې سره ولې نه ځارېږي

په هر لوري چې گورم ، و عالم و ته حيران شم

دنيا د هيچا نه ده چې دنيا سره خوارېږي

و بل ته توره واخلې، په دا کار کې ډېر حيران شي

چې خپل دې په بدۍ شي ستا و جنگ ته تيارېږي

چې بخت راسره مل و، مار به ماته څرمښکۍ شوه

چې بخت و ماته شا کړه څرمښکۍ راته مارېږي

دنيا دمست هاتي په خوی خصلت ده که يې گورې

چې يو مهاوت ومړ بل يې شاته تيارېږي

عالم عالم غمونه چې خوشال ويني له خپلو

غم خور يې که پيدا شي خپل، پردي ته به شمارېږي