نظم
دارو د يرقان او د جولې
Khushal Khan Khattakوسپنخړی واخله ياره
ور سره شهد هوښياره
هم خوږې شړومبې دغوا کړه
هر يو، يو درم پيدا کړه
په نهاره دا درې څيزه
سره وخوره ای عزيزه
بيا دميو روټۍ بويه
د غرمې په وخت ای زويه
د غرمې په وخت يې وخوره
غوړ د غوا ور سره ته خوره
اوه ورځې دا رنگ ته کړه
نور دې هر کار ته شا ته کړه
خو پرهېز دې پرې ډېر سخت وي
زر به روغ شي که دې بخت وي
په لوی طب کې مې ليدلي
بيا په خود مې آزمايلي