غزل
دوې دې تورې سترگې لکه دوې تورې بلا
Khushal Khan Khattakدوې دې تورې سترگې لکه دوې تورې بلا
دوې دې تورې وروځې لکه دوې تورې بر ملا
بيا دې تور باڼه د دواړو سترگو کربلا
بيا دې تور زلفې تر ښامارو بد بلا
له هسې رنگه حاله، راته ووايه اصلا
د هغو به څه احوال شي چې په تا وي مبتلا
عاشقان دې واړه سر کړل همېشه په واوېلا
چې هسې رنگ ستم به په هېچا نه وي اصلا
د خاطر بخڅه مې هسې تا خالې کړله تالا
لکه غل د خپلې خونې همېشه روږدی په غلا
نه به بل څه و کښي نه به کاندي نور املا
دا بنده خوشال او ستا له عشقه مشغولا