نظم
علاج د سيري
Khushal Khan Khattakد سيري يو ښه علاج دی
صحيح غشی دآماج دی
ستا صورت به په دا ښه شي
که په هيڅ دې علاج نه شي
چې اول سحر شي پاڅه
دمولا و در ته خاصه
اودس وکړه خاص الخاصه
خدای ته ودره له اخلاصه
ته چې نوی وضو وکړې
دوه رکعته نمونځ به وکړې
مناجات وکړه مولی ته
وشافي عليم دانا ته
اوبه واخله ته له شهره
په گوشه له تمام شهره
اسم دا لوله زر ځله
په حضور دزړه په ځله
چې ياحي يا قيوم دی
و هر چا وته معلوم دی
دا اوبه ورباندې دم کړه
زر يې نوش په هغه دم کړه
سبا بيا وکړه دلبره
دا رنگ کار دزړه سره
بل سبا دې بياهم وشي
ستا صحت به په دا وشي
آزموده دي له بزرگانو
مجرب دي ای يارانو