غزل

عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا زر نسکور

Khushal Khan Khattak

عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا زر نسکور

په پخه ونه لاښه لگېږي اور

اندرون د هر چا شين د عشق په شين دی

دا يو اور دی لگېدلی لور په لور

چې په عشق کې څوک پېغور تړي په نورو

هم په ده پورې به لک وي دا پېغور

زاهد ورچنې انکار کاندي له عشقه

نل د من، ليلا مجنون لولي په کور

چې د مزکې د اسمان په منځ کې څه شته

زه همه وينم له عشقه سپين و تور

زه خيران يم، دا مې څه دي په گوگل کې

چې په ورځ و شپه پرې تل دی شر و شور

په وصال کې سل هراسه د هجران وي

په هجران کې خو غم يو دی نه وي نور

جهان واړه کور د عشق د محبت دی

په خوشال باندې بانډه شو رنتبهور