نظم

فصل د خراج

Khushal Khan Khattak

که آفت په ځمکه کښېوځي

له هر چا نه خراج پرېوځي

ملک چې فتح شي په توره

پرې خراج دی زما پوره

په هر گز د کښت د ځمکې

يو درم قفيز بې کرکې

گز يې لوی ارش نه پست دی

هر ارش يې شصت در شصت دی

په سبعه وزن درم دی

نه څه زيات وي نه څه کم دی

هر درم هفتاد ديناره

دا حساب لره وشماره

قفيز څه دی قفيز صاع دی

صاع اته رطل اوضاع دی

چې انگور په ځمکه کېږي

لس درمه پرې رغېږي

په سبزه پنځه درمه

نور پر مه کړه زيات و کمه

چې زعفران په ملک کرينه

خراج هومره څو زغمينه

مېوه داره ځمکه ياره

په حساب يې هسې شماره