نظم فصل - د نفل دمانځه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مکروهات لري لس وخته نفل نمونځ لره نېکبخته 02 قضا نمونځ په کې گذاره شي نفل نمونځ گذاره نه شي 03 يو چې وخت د صبحدم شي تر سبا دې نفل تم شي 04 بل چې نمونځ د سبا وکړه ژر به نفل پسې نه کړه 05 بل چې نمونځ دعصر وشي تر ماښامه نفل نه شي 06 بل چې بانگ دجمعې وشي بې جمعې دې نور څه نه شي 07 بل چې نمونځ په ادينه کا په منبر خطيب خطبه کا 08 چې قامت د جمعې وکا تطوع دې هيڅوک نه کا 09 چې خطبه د عيد شروع شي نفل هور ته نا مشروع شي 10 چې خطبه د تراوېح شي نفل هورته نا صحيح شي 11 چې خطبه داستسقا شي نفل هور ته ناروا شي Dictionary meaning × Headword