نظم

فصل - د قضا نمونځونو

Khushal Khan Khattak

چې يو نمونځ په قصد قضا که

کبيره گناه عمدا که

هغه کس دخدای عاصي شي

که يې بيا وکا خلاصي شي

نور دې هسې توبه گار شي

چې مانځه ته تل تيار شي

څوک چې درې شبانه روزه

نمونځ قضا که نور يې بوزه

سر يې ووهه بې درنگه

مه کړه غم دده له جنگه

حکم دا د لوی امام دی

د بې نماز ژوندون حرام دی

روايت په تحقيق دا دی

د بې نماز قتل روا دی

که يو نمونځ سړی قضا که

شافعي روايت دا که

د هغه قتل روا دی

که بنده دی که مولا دی

که په عذر نمونځ قضا شي

اعاده د مانځه بيا شي

عذر څه دی عذر خواب دی

يا که اور و باد و آب دی

يا په بند هسې بندي وي

چې اوبه ځنې خوندي وي

يا بېهوش يا دېوانه وي

يا يې سهوه په خانه وي

يا په رنځ هسې بيمار وي

چې سجود باندې دشوار وي

په دا هسې شان عذرونه

که قضا شي شپږ نمونځونه

د ترتيب فکر يې نشته

که پنځه وي باندې څه شته

فوت نمونځونه دې ادا که

ور پسې دې وقتي بيا که

که قضا وي ډېر نمازه

واړه شمار کړه له آغازه

په هر هر مانځه دوه منه

غنم ور کړه ده روشنه

د مانځه قضا په دا شي

د سړي غاړه ادا شي

عالمانو دي ويلي

چې دوه منه دي پسندلي

چې قضا شبانه روز وي

په ادا کې يې فيروز وي

که وارث يې گردن خلاص که

په دا کار کې ښه اخلاص که