نظم
حق د بندگانو په خپل څښتن
Khushal Khan Khattakد بنده په څښتن باندې
حق هم ډېر دی که يې کاندې
که خوراک وي که پوشاک وي
دا دواړه په ښه ژواک وي
چې نه وږي نه بربنډ وي
کار خدمت وته به غونډ وي
هسې کار دې باندې کېږي
چې يې توان ورته رسېږي
بېهوده که بد ويل کا
نه دې ده وته کنځل کا
که بد خوی که بد نهاد وي
بيا دې دی په مهر ښاد وي
هر خواجه چې عبد لرينه
دی دې تل شکر کوينه
چې خواجه دی بنده نه دی
نور عالم بنده دده دی
په مريونو چې ستم کا
هغه کس به خدای په غم کا