نظم
ژړا د خط په راتله
Khushal Khan Khattakپس له ډيره انتظاره
ډيرې مياشتې ډېر نهاره
چې قاصد راوړي خطونه
خوځوم دخط پېچونه
په هر پېچ غوځار اوه شي
لوند د سترگو په اوبه شي
په هر حرف چې اوښې څاڅي
ځينې نور خرفونه پاڅي
الف"شين"کاندي"ر"ف" کا
بې "ن" کاندي "د"ر" کا
هر هر حرف سره تاو تاو شي
جيم تې کاندي "ر" واو شي
که يې لولم خط لمدېږي
که يې نه لولم دم خېژي
يو رويمال په اوښو تر کړم
په خبرو زړه لر بر کړم
ځينې لوستي څه نا لوستي
چا له منځه نه اخيستي
چې مې فهم څه څو نور شي
غم د غريو مې څه خو خور شي
بيا راوغواړم خطونه
ښه يې پوه شم له مضمونه
لکه څوک واورو وهلی
په اور واړه غوړېدلی
اول اور ورباندې خوږ وي
ولې بيا ورباندې کوږ وي
په راتله دخط خوشال شم
له مضمونه يې بد حال شم
همگي له پېچ و خم
نه وي سطر په کې سم
همگي د ذل ذالونه
په کې نه د دل دالونه
همگي د سم سينونه
په کې نه د شم شينونه
باندې نه ش ي اوبه تلې
لا لمبې شي په زړه بلې
په خپل ځان پروادار نه يم
ښه خبر ته په کار نه يم
نه خوښي د حبيبانو
نه زوال د رقيبانو
زړه په کوم توکي خوشال شي
لا په غم کې پايمال شي
چې رونق ښه وي د گلو
خوشالي وي په بلبلو
چې گلونه پژمرده شي
عندليب لکه مرده شي
دا دوه توکه مې په ياد دي
نور همه خبرې باد دي
يا وصال د حبيبانو
يا زوال د رقيبانو
چرخ زر که سره واوړي
هر چې وي په پر کې راوړي