غزل که همېش دې همنشين وي تور ماران Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که همېش دې همنشين وي تور ماران ښه دي دا، نه چې قرين وي بد کاران 02 هر چې ستا عيب تا و ته ښکاره کا په جهان کې هم هغه گڼه ياران 03 په کردار کې يار، اغيار سره بېلېږي تر يارانو ډېر لباس کا اغياران 04 د کمذات ياري به هيڅ وفا ونه کا لا په تېره بې نمازان او می خواران 05 لکه تخم هسې بر، هسې يې بوټی نه يې خوند مځکه بدل کا، نه باران 06 د زړه راز و چا ته نه ويلی بويه چې دمځکې په مخ نشته راز داران 07 په قيامت به يو په يو واړه ځواب لي که مېږي، ملخي پايمال که شهسواران 08 د خوشال باندې سلام بادشاه د وخت دی په سپېرو ايرو لړلي خاکساران Dictionary meaning × Headword