غزل

که مين زه په گلزار يمه په ځای يم

Khushal Khan Khattak

که مين زه په گلزار يمه په ځای يم

که دمخ يې په نندار يمه په ځای يم

چې جدا ور ځنې پانو يم عالمه

په ژړا که په چغار يمه په ځای يم

يار مې لاړ شو په دا لار ورپسې درومم

که ډېر ستړی په دا لار يمه په ځای يم

بې له عشقه بله چار نشته بهتره

که دايم د عشق په چار يمه په ځای يم

په جنت کې هم د حورو صفت کېږي

که طالب د ښه نگار يمه په ځای يم

له خوږو شونډو يې سرې شکرې اوري

که توتي د شکر بار يمه په ځای يم

زه خوشال په لېونتوب کې خوشالي کړم

لېونی د پريوار په ځای يم