غزل

که په فضل شي څه غم دی

Khushal Khan Khattak

که په فضل شي څه غم دی

که په عدل شي ماتم دی

له گناهه به خلاص نه وي

چې په نوم بني آدم دی

چې ظلوم، جهول يې ياد کړم

که پوهېږې ډېر کرم دی

په لاتقنطوا تکيه ده

که نه، اور ووري تورتم دی

زه هغه ناتوان ضعيف يم

چې مېږی تر ما محکم دی

په دا ضعف هغه بار وړم

چې ترې تښی درست عالم دی

که لويۍ وته مې گورې

مياشت و نمر زما پرچم دی

اسمانونه مې خيمې دي

پرې د ستوريو زينت تم دی

لا مې لوی باغونه نور دي

کمکی باغ مې د ارم دی

غم مې هيڅ نشته خوشال يم

که خپل بخت راسره سم دی