غزل
که په خوله راسره جنگ کا هغه يار
Khushal Khan Khattakکه په خوله راسره جنگ کا هغه يار
په زړه مهر رنگا رنگ کا هغه يار
چې له ما سره راځي غاړه غړۍ
چې مې لرې له زړه زنگ کا هغه يار
هيڅ حاجت د تورې نشته ماڼې بس دي
که مې مرگ و ته اهنگ کا هغه يار
چې مشال يې د جمال راته ښکاره کړ
بيا به ما باندې پتنگ کا هغه يار
چې ملنگ د مصلی غواړي خپل مخ ته
عاقبت مې په ملنگ کا هغه يار
د هر چا سره خندا په ارت زړه کا
خو په ما باندې زړه تنگ کا هغه يار
مرصع بېسر دې نور لري په پوزه
اکتفا په تور لونگ کا هغه يار
زه فقير يم، دی بادشاه دی، باندې ښايي
که زما له يارۍ ننگ کا هغه يار
رقيبانو وته نرم شي تر مومه
و خوشال و ته زړه سنگ کا هغه يار