غزل
کلک خراباتي يم له ما مه غواړه صلاح
Khushal Khan Khattakکلک خراباتي يم له ما مه غواړه صلاح
ډکې پيالې اخلم تر صباحه تر رواح
څوک دی چېدنمر خوبي به ستا د مخ په څېر کا
نمر مثال چراغ دی، ستا جمال لکه صباح
مه پوښه زاهده د ښه مخ له نندارو نه
سترگې، چې دا کار دی په فتوی د عشق مباح
توی کړه په هنگام د حادثې ساقي په جام کې
می چې باد راپاڅي په زجاج کې ښه مصباح
پاڅه محتسبه! خوشال راغی جنگ ته جوړ شه
غسل په می وکړه، د مؤمن وضو سلاح