نظم خدای که تار په تار ياران بيا سره ټول کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خدای که تار په تار ياران بيا سره ټول کا تورې خاورې به په سر د رنتبول کا 02 د جهان غمونه يو سر، دما بل سر که سړی يې د باور په تله تول کا 03 نه مې يار نه مې غمخوار شته په دا غم کې لکه بې اوبو څوک بند په گرم چول کا 04 که په پوهه کې دانا د زمانې وي د زړه غم يې تر هلکو گچ و گول کا 05 چې يې ډول واهه دما په دلگيريې اوس دې ترپي نڅا هم په دغه ډول کا 06 چې مستان د يوه جام دي غم يې نشته که هر څو يې زمانه په لاس کچکول کا 07 د پساله صفت يې شي د رنگ يې نه شي څوک چې پورې په بدرنگې ناوې پسول کا 08 که د اوسپنو کلا وي چې بخت يار شي خاوند خدای به يې اسانه لکه شپول کا 09 چې گلونه دبهار واړه تمام شي د زړه سود شيدا بلبله په خټول کا 10 خال يې مست خوني هاتي دی سمبال کړی چې ښکاره شي شا به ورته د غم غول کا 11 د خوشال درنځ علاج په يوه خدای دی چې له درده سره تل ښوري اشول کا Dictionary meaning × Headword