غزل

ښېرازي، که ښه خوراک و وار و، تېر شو

Khushal Khan Khattak

ښېرازي، که ښه خوراک و وار و، تېر شو

ملوکي، که ښه پوښاک و، وار و، تېر شو

که خپلوي د زن، فرزند وه حال يې دا دی

که له خلکه زيست و ژواک و، وار و ، تېر شو

که منصب و که خاني، که سرداري وه

که په لاس ملک واملاک و، وار و، تېر شو

فر ش، فروش نقش و نگار، دمحاونو

که بستر مې عطرناک و وار و، تېر شو

چې له ښکاره به په خيال راتلم و کور ته

سور به تل زما فتراک و وار و، تېر شو

خپل، پردي نېکان، بدان له هره لوريه

په دربار به مې بلغاک و وار و، تېر شو

تار په تار داکوړ خېلو کډې لاړې

په دا ږغ مې ځان هلاک و، وار و، تېر شو

اوس يې روخ دملنگيه د دوهۍ دی

د خوشال چې سرای او تاک و، وار و، تېر شو