نظم ښېرازي که ښه خوراک و واړه تېر شه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ښېرازي که ښه خوراک و واړه تېر شه ملوکي که ښه پوښاک و واړه تېره شه 02 که خپلوي د زن فرزند وه حال يې دا دی که د خلقه زيست و ژواک و واړه تېر شه 03 که منصب و که خاني که سرداري وه که هوس ملک و املاک و واړه تېر شه 04 فرش فروش نقش و نگار د محلونو که بستر مې عطرناک و واړه تېر شه 05 په هر کال چې به راتلل د سوات بازونه چې مې زړه پسې الواک و واړه تېر شه 06 چې له ښکاره به په خيال راتلم و کورته سور به تل زما فتراک و واړه تېر شه 07 تار په تار د اکوړخېلو کډې ولاړې په دا ږغ مې ځان هلاک و واړه تېر شه 08 خپل پردي نېکان، بدان له هره لوريه په درباره مې به بلغاک و واړه تېر شه 09 اوس يې رخ د ملنگۍ او د دوهۍ دی د خوشال چې سرای او تاک و واړه تېر شه Dictionary meaning × Headword