غزل له تانه چې جدا شم په ناکام په ورځ و شپه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 له تانه چې جدا شم په ناکام په ورځ و شپه نه خوب، نه مې خوراک دی، نه آرام په ورځ و شپه 02 بل خيال فکر يې نه وي يې د يار له رويه، مويه د زړه په حال خبر يم زه مدام په ورځ و شپه 03 د مخ ثنا يې وايم، دزلفينو يې صفت کړم په خوله، که په خامه وي، صبح و شام په ورځ و شپه 04 يو ښه نظر چې و کا سرمايه مې د ژوندون شي کافي دی خلوتي ته يوبادام په ورځ و شپه 05 دمښکو، دکافورو خوشبويي به ترې قربان کړم که ستا له لوريه راشي يوپيغام په ورځ و شپه 06 د مښکو گل قندي به يې خوشال ترې صدقه کا که ته مې سرفراز کړې په دشنام په ورځ و شپه Dictionary meaning × Headword