غزل
لکه کار لري نظر
Khushal Khan Khattakلکه کار لري نظر
هسې ژبه کا اثر
ماهيت يې مونده نه شي
چې څه څيز دی دا بشر؟
هم ترکيب د نېک او بد دی
هم معجون د خير و شر
هم فرشته دی، هم حيوان
هم مؤمن دی، هم کافر
کله اور کله اوبه شي
کله توره کله سپر
کله څورب شي له باده
کله بيا په هيڅ ډنگر
لکه دی دی په جهان کې
بل به نه وي د پدر
د څلورو ميندو زويه
د اتو پلارو پسر
څه خو لږ تر خدای راکوز دی
که يې نه دی برابر
دا و چاته کړې خوشاله!
د مستيه شور او شر