غزل لکه يار راسره يار و، هسې نه دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لکه يار راسره يار و، هسې نه دی چې ډېر ډېر به مينه دار و، هسې نه دی 02 که په څو رنگه به ما ورباندې ناز کړ چې دناز مې خريدار و، هسې نه دی 03 د بهار بلبلې ژاړه څو په تا شي لکه تل تازه بهار و، هسې نه دی 04 ستا دمهر دباران باندې کمی شو چې مې جوړ د زړه گلزار و، هسې نه دی 05 شکرشکر چې يې څه خو خوی بدل شو چې يک لخته ستمگار و، هسې نه دی 06 يا يې ويره شي له خونه، يا يې هېر کړم چې مې مرگ ته په تلوار و، هسې نه دی 07 ډيرې مينې د خوشال عقل تغيير کړ لکه نور کله هوښيار و، هسې نه دی Dictionary meaning × Headword