نظم
لسم فصل - په بيان د ښکار کولو د نورو مرغانو په باز باندې
Khushal Khan Khattakد باز ښکار خو مرغابۍ ده که يې گورې
بيا سونا ښايسته غاړه سترگې تورې
زر که هم په الوتلو تقصير نه کا
باز چې ځان ورپسې جوړ کا نفير نه کا
تور تاور چې ښه قنديل شي هم بد نه دی
چې يې واخلي باز نشاط و کا ډېر ښه دی
ننداره که د تمځري هر څو ښه ده
يا جره دی د تمځري يا باښه ده
د تمځري کوردې وران شي باز په ځان کا
په هر بوټي يې وهي پرونه يې وران کا
چې بټېری نيسي ښې نيسي سيسۍ يې
تېز پري د باز په دا ده نور کسۍ يې
په مير ښکار به په تمځري تلوار نه کا
ځان چې ساز کا يا به ساز پسې مرغه کا
که د باز مزاج د ځاړې دی مير ښکاره
اما بند د پښې يې وباسي له کاره
چوز و باز وته اسان گڼه تر څاړي
ښه بازونه چوز هيلۍ غوندې رانغاړي
د سرخاب نيول جره لره هنر دی
تر هيليې لا و باز وته بهتر دی
قاز کلنگ چې څوک په باز نيسي ستم کا
ښه شېرين شېرين بازونه په الم کا
يکساله طاوس هم ښه دی څنگ يې نه وي
چې آزار د باز د پرونو د جنگ نه وي
که په باز باندې دې سويې نيول بويه
تريناک لره بدي نه لري سويه
تريناک سره چل ول وي د نيولو
چوز لا ورو ورو پرې حملې کا د وهلو
تريناک بوزم تولک تر چوز بهتر دی
بد خود دا چې ښه کوريز نه خوري شوخ پر دی