غزل لايزاله بادشاهي که چا موندله Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لايزاله بادشاهي که چا موندله کيخسرو به و خسرو ته نه سپارله 02 جام د ميو را په لاس کړه، ساقي گوره! په هر لوري دا زما د غم کرله 03 په امان، امان يوه لاتېره نه وي په زمان ، زمان ښکاره کا فلک بله 04 ډېر په باد لاړل د تا غوندې باد وړي ته يې وروستو دم کره يې زما دله! 05 جام و ساز، ساقي، بهار واړه اسباب شته صراحي ولې خالي وينم له مله 06 په جهان دنېکو نوم بويه خوشاله! چې يادگار به وي تر تلو هم ترتله Dictionary meaning × Headword