غزل لېوني شول پښتانه په منصبونو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لېوني شول پښتانه په منصبونو خدايه! ما ژغورې له هسې غضبونو 02 د کنگاش علم د چا دی د تورزنو لکه څوک لولي قرآن په مکتبونو 03 د کنگاش له علمه هيڅوک خبر نه دي خبردار يم د هر چا په مشربونو 04 پښتانه لره لوی عيب دی که يې گورې چې نازېږي د مغول په لقبونو 05 شرم، ننگ، نام و ناموس يې په ياد نه دي خو ويل کا د منصب، د ذهبونو 06 د مغول سره ليده په تمه مه کړه! که کېدای چېرې په نورو سببونو 07 خټک واله بلنځه ښه زما تر ملا ده نه ښيوه د نوکرۍ په قصبونو 08 د پادشاه د زندان شپې زما په ياد دي چې تمامه شپه مې تله په ياربونو 09 پښتانه که جنگ مغول سره په تېغ کا هر خټک نيوی مغول تر جلبونو 10 د خټک د ننگ جرگه نشته خوشاله! راوتلي دي له کومو نسبونو Dictionary meaning × Headword