غزل
ما چې ستا په جمال سترگې کړې رڼې
Khushal Khan Khattakما چې ستا په جمال سترگې کړې رڼې
کښلې واړه ستا د مخ دي ربڼې
چې په داد او په فرياد مېنه رسېږي
دا دلبرې بې پروا دي که کڼې
گوندې وي چې بيا مې راشي په منگول کې
لکه باز د زرکې تويې کا بڼې
سپينه زنه يې مڼه سمرقندي ده
گوره څوک به خوږ کا زړه په دا مڼې
که دې سپين بارخو کبود کړم په چيچلو
اوس مې نه گڼې هاله به مې گڼې
بخته! ته که دخوشال سره مدد کړې
د رقيب په سر يې وشلوه پڼې