غزل ما د ښكليو ننداره كړه ، زاهد ننگ كړ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما د ښكليو ننداره كړه ، زاهد ننگ كړ ښه خو دا چې خداى دى هم زما په رنگ كړ 02 هغه وخت چې را په ياد شي ډېر خوشحال شم چې به ما درته دعا كړه ، تا به جنگ كړ 03 زما زړه يې په قلاب د زلفو يووړ ورسره يې اوده كړى په پالنگ كړ 04 كه ژوندى نه شي له مرگه ، عمر يې شوم دى چې په خاك يې د پايلو باندې شرنگ كړ 05 كښلى مخ يې لكه څراغ هسې بليږي خوار عاشق يې په دا څراغ باندې پتنگ كړ 06 ملنگان يې د دربار درويزه مومي ما هم ځكه ځان د يار د ور ملنگ كړ 07 ته له ځايه هسې نه وې دا څه حال دى؟ چې په ما باندې دې زړه دا هسې سنگ كړ Dictionary meaning × Headword