غزل
مسلمان به درته څوک وايي خوشاله
Khushal Khan Khattakمسلمان به درته څوک وايي خوشاله!
د هوا زنار په غاړه، يو تر سايې
آه که يو ځله مې يار راشي په دست کې
لکه لوی ماهي ، دخوار صياد په شست کې
چې په هر زمان يې ونيسي و مخ ته
د گلابو گل پيدا شي ستا په شست کې
ناز، غمزې، ښېوې چېتا زده نور چا نه زده
سر يې نن د دلبرۍ په بندوبست کې
دا خوبي به د گلزار تر تلو نه وي
ساقي! ستا کومه خوبي ده په نشست کې
ساقي ! جام د ميو مه پرېږده له لاسه
څو د عقل څه ذره وي لا په مست کې
دانايان فکرونه کا ورنه رسېږي
د دلبرو تنگي خولې په نېست و هست کې
په بلند همت کې پورته پورته درومي
کښته، کښته ځي سړی په همت پست کې
په طلب به يې خوشال تقصير ونه کا
په مدد به د طالع راځي په دست کې