غزل

مزري کله پرهېزگار دي

Khushal Khan Khattak

مزري کله پرهېزگار دي

خو راغلي په خپل ښکار دي

خوره، خوروه له خپلو لېچو

مزري دا کا چې رويدار دي

چې په توره ترک تازي کا

هغه هر کله کامگار دي

چې اخلاص لري په زړه کې

هغه واړه ايماندار دي

چې يې زړه نه وي د تورې

هغه زړونه څه په کار دي

ننگيالي يې زړه نه وي د تورې

نه په زويه نه په پلار دي

سل د ښکار تر تازي ځارشه

کوټه گان چې د بازار دي

مور دې نه شي باندې بوره

چې مېړونه د کار زار دي

څوک چې شته تر شرقه غربه

د تور زنو خدمتگار دي

سر دې نه غړوي خوشاله!

د بلا نه چې سردار دي