نظم مفت اسان گڼي دا واړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مفت اسان گڼي دا واړه پښتانه له جهالته 02 هر سړی ورته ملا وي چې په ياد کا څو آيته 03 چې پيرو هغه شاعر دی قافيه غلطه کته 04 هغه سگ ورته ملک دی چې کولمې وړي له محلته 05 خان هغه چې تر کوس پرېوځي په زانگو کې وهي لته 06 که لږ بد کاندي ډېر ښه دي سړيتوب باندې روا دی 07 زوی له پلاره نه وېزار شي پلار له زويه قباحت دی قباحت دی قباحت دی 08 په ځوانۍ چې پرهېزگار شي دجنت دبڼ توتا دی 09 په دا وخت کې چې لر بر شي ندامت ورته زېبا دی Dictionary meaning × Headword