غزل
نن زما په خېلخانه کې څومره غم دی
Khushal Khan Khattakنن زما په خېلخانه کې څومره غم دی
چې حيران زموږ په کار پورې عالم دی
د اشرف د ملکنډ يو غم لږ نه و
د افضل د اغزکيو لا ستم دی
نا خلف زويه اغزي کري خپل پلار ته
دخلف زويه گلزار له عمره سم دی
نا قابل فرزند دوزخ غوندې پيدا شي
ښه قابل د پلار په خونه کې ارم دی
ښه فرزند د پلار په خونه کې څراغ دی
بد فرزند د پلار په خونه کې تور تم دی
په لويوالي کې يې خوی د دام و دد شي
اوس د زويه خوبي هومره وي چې کم دی
نالايق زويه نېک نام بابا بدنام کا
که ولاړ يې دنيکه د پلار علم دی
د قابل سره به غم دنام و ننگ وي
نا قابل په غم نيولی د شکم دی
چې دا هسې رنگه سپي ځنې پيدا شول
لا په شک يم چې خوشال کله آدم دی