نظم نوع ديگر Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که له شهدو له روغنه پورې کېږي ده سودمنه 02 د سبل مرض به ورک کا د رنځور مرض به سپک کا 03 له هندي سرکې ای ياره که يې پورې کا څو واره 04 چې څه باد پرې د يرقان وي د بيمار به ورک آسان وي 05 که يې پورې کا له بوله خلاص به شي د برېښ له هوله 06 د بنگړې له اوبو ياره! شبکوري وړي له بيماره 07 که د ښځې پۍ پرې گډ کا د لېمو گل به گډوډ کا 08 که يوه پورۍ څوک وخوري د منگور په وښ به نه مري 09 سم خوړلي لره بس ده ډېر بېشانه فرياد رس ده 10 غوړ د غوا چې زاړۀ ډېر شي ده ساله يا تر دې تېر شي 11 هم هغه ښه وي هر گوره د لېمو زحمت ته وروره 12 ما مېره هم په دا شان ده چې د دوو سترگو درمان ده 13 که رانجه سړی تاوده کا اطريفل سره يې اوبه کا 14 په کې ډوب تاوده رانجه کا اووه ځله دا رنگ وکا 15 په دار رنگ د ښځې پۍ اووه ځله ډوب پرې کې 16 بيا دې واړه ښه ميده کا په لېمو دې يې ښه سيده کا 17 چې د سترگو يې زحمت وي نور به دا رانجه صحت وي Dictionary meaning × Headword