غزل
نور به مخ په آيينه برابر نه کړم
Khushal Khan Khattakنور به مخ په آيينه برابر نه کړم
نه به دواړه سترگې تورې په رانجه کړم
نه به سپين لاسونه سره کړم په نکريزو
نه به نور په ږمنځ ساز د سر وېښته کړم
نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پرېږدم
نه به لاندې باندې لب په پانو سره کړم
چې دمينې يار مې نشته، چې مې گوري
د صورت سينگار و کوم يوه ته وکړم
درست صورت مې سرې لمبې شي، شنې ډډوزې
چې دخپل مين د مينې راز تر زړه کړم
که ژوندون تر هر څه خوږ دی په جهان کې
اوس بې ياره په ما تريخ شو زه يې څه کړم
هغه يار چې چېرته دی خوشال دې اوسي
دی دې خپله خوشحالي کا، غم به زه کړم