غزل
وچ لرگی وبله کښېږده
Khushal Khan Khattakوچ لرگی وبله کښېږده
اور پرې پورې کړه نور پرېږده
په تېرو، تېرو اغزيو
تاته چا ويل چې پښې ږده
په کې ظلم ډېر ستم شي
له بېدا ده ښهره لېږده
دخزان سيلۍ راغلې
لکه پاڼې هسې رېږده
تل طفلان د خپلو اوښکو
د گرېوان په اورڼي بلېږده
په اعوذ، په لا حول
سر اخله له سروېږده
اوس پيري راغله خوشاله!
د ځوانيې چارې پرېږده