غزل
په وار وار دې دخندا منت راباندې
Khushal Khan Khattakپه وار وار دې دخندا منت راباندې
چې له ورايه راښکاره شې راته خاندې
چې يې زړه تر کاڼي سخت دی، پرې مين شوم
لاس دې نه شي د سړي تر کاڼي لاندې
چې بل مخ وته نظر کړم! د هداد شم
تورې زلفې يې دورې دي اوېزاندې
چې يې توره د غمزو راته تېره کړه
اوس خوبهه شهيدي ده ستا د وړاندې
رنگ و بوی دې د خپل ځان هسې پيدا کا
که په رنگ د ياسمين دی گل د سپاندې
زه به څه لره له نوره خلکه زار کړم
په ما واړه چارې زړه دې چې يې کاندې
اوس خوشال خټک خپل يار په غېږ کې ونيو
رقيبان دې سترگې اړوې نغلاندې