غزل
راشه مه کوره ډېر جور
Khushal Khan Khattakراشه مه کوره ډېر جور
زه هم خوی لرم يو طور
زه فرهاد د زمانې يم
ته شېرينه ددې دور
د غماز په خولې مې وژنې
نه انصاف لرې نه غور
په خبرو دې پوهېږم
زه لا نه يم هسې ثور
زما زړه لکه د باز دی
که ته رنگ لرې د ميوو
گوندې راشې په منگولو
درته پروت يم لکه بور
په خوشال کړې ځنې چارې
د غمزې په هور زور