غزل راته څه وايې چې يار در سره څه کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 راته څه وايې چې يار در سره څه کا که وفا کا، که جفا کا واړه ښه کا 02 دا تل دود د ښايسته و د يارۍ دی چې يک لخته د زړه مهر په چا نه کا 03 سل بلا يې قبلوه، ورپسې درومه ښايسته د جهان کل واړه خپل زړه کا 04 چې دکبر خيال، دماغ و ته يې گورم اندېښنې مې ويښ بيدار ورته اوده کا 05 که په نه عمر يې نه گڼم زه خوار شم هغه عمر چې جدا له ياره تله کا 06 تېره چار به د هېچا په لاس رانه شي که په ډېره ژړا سره دواړه لېمه کا 07 کله زخم دماڼي ورباندې کېږدي کله بيا دارو د زړه په سپينه خوله کا 08 د بتانو په ديدن د زړه نشاط شي لکه باغ پاڼې گلونه په اوبه کا 09 په د رتللو يې شړې په تلو يې بولې چې يې نه پرېږدې په هيڅ کې خوشال څه کا Dictionary meaning × Headword