غزل ساقي! بيا د ميو مهر کړه چې عيد شو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ساقي! بيا د ميو مهر کړه چې عيد شو د رندانو د ښاديو وخت جديد شو 02 په هر لوري يو افتاب دی ځلېدلی ښاپېرک يې له جماله نه کور ديد شو 03 په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم چې له ډېرې پيدايې ناپديد شو 04 هم هغه دی همېشه ژوندون موندلی چې د مستې د غمزې په تېغ شهيد شو 05 زمانه په خلکو هسې ازمېښت کا چې يوسف د قبطيانو زر خريد شو 06 واړه نخښې يې په زړه وينم حضورې که اشنا په لرې حد له ما بعيد شو 07 هر چې ستا د ور د سپيو په حساب وي په جهان کې هم هغه سړی سعيد شو 08 خط و خال په ښه جمال باندې يو دود دی نه چې حسن د خوبا په دا مزيد شو 09 چې دنوم د خوار خوشال په ژبه واخيست په درست عمر کې خو نن ورباندې عيد شو Dictionary meaning × Headword