نظم شپږم باب په بيان د رضا کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 رضا څه ده؟ خوشنودي ده په کې ډېره بهبودي ده 02 چې قضا درباندې راشي په قضا دې رضا ستا شي 03 که دې سر ځي، که دې مال ځي په رضا د ذوالجلال ځي 04 که قضا وته تسليم شي په بلا کې به بې بيم شي 05 بختور هغه سړي دي چې دخدای په کړه راضي دي 06 رضي اله عنهم گوره په رضا کې ته ای وروره 07 په قضا که رضا ستا شي خدای به هم راضي له تا شي 08 که راضي په قضا نه شې په بلا کې به هم ته شې 09 د خدای حکم به نور نه شي چې يې حکم هغه وشي Dictionary meaning × Headword