غزل
څو بېړيې په دا سيند کې ډوبې ولاړې
Khushal Khan Khattakڅو بېړيې په دا سيند کې ډوبې ولاړې
چې تخته يې مونده نه شي که يې غواړې
فراق هر څه ته لمبې دي لگولې
لکه لوند لرگی په اور ايښی څو ژاړې
غم، ښادي، سره تړلي دي له ځايه
هغه هومره به وژاړې څو ووياړې
چا يې نوم راته وانه خيست چې د چا دي
منارې مې ډېرې وليدې ولاړې
په هزار رنگه غمونه د جهان شته
په زر رنگه نارې واوره د خراړې
لکه رايې زما دزړه هغه لا نور دي
خلک څو خبرې کاندي غاړې غاړې
دا طومار څه هسې نه دی چې تمام شي
غوړوي يې ، پټوي يې ، لولي ، نغاړې
دين دنيا لره په کار خپله کرده ده
لوند وي، حلق د هر سړي په خپلې لاړې
چې بې غمه بې وباله يې خواړه دي
د بادشاه تر خوا نه په گڼم خنجاړې
غافلان به غوږ کاڼه دي، نه يې اوري
دخوشال خټک د خولې خبرې لواړې