غزل

څوک خبر دي له فتنو ددې جهانه

Khushal Khan Khattak

څوک خبر دي له فتنو ددې جهانه

نوې نوې را پيدا شي له دورانه

ما و تا غوندې به څو باد وړي ياد کا

که خبر واخلې له مځکې له اسمانه

چې له باده دمه ډک وو که يې گورې

باد يې خاوره په ملکونو کړه پرېشانه

په شان، شان مې د وجود ننداره وکړه

بيا به هم شي په څو رنگه، په څو شانه

نه يې زر، نه جواهر شته يو تاوان دی

که به ښه کړې، ځان يې خلاص کړه له تاوانه

زمانه مې شوه په غاړه ای خوشاله!

که يې گورې نه له تا نه، نه له مانه