غزل سپينه ږيره د مردانو کد خدايي ده Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 سپينه ږيره د مردانو کد خدايي ده د غاښونو پرېوتنه رسوايي ده 02 د سړي چې غاښ په ځای وي، ږيره سپينه په دا هيڅ زوړوالی نه دی، برنايي ده 03 دخضاب ځواني د چا ده؟ د احمق ده تر دا کله ږيره ښه په ښه نايي ده 04 زوړ سړی دې د زوړوالي اندوه نه کا که په ځای يې دچشمانو بينايي ده 05 زاړه مرد لره ليده د دلبر څه دي؟ په معنی دخوږو زړونو موميايي ده 06 شېخ به کله عاشقي له لاسه پرېښوه لاس و دست يې نه رسېږي پارسايي ده 07 تورې ږېرې سره وصله ناداني ده سپينې ږيرې سره وصله دانايي ده 08 شېخ به ولې ننداره د ښکليو نه کا چې دده د زړه د خوږو موميايي ده 09 که خوشال په عمر لاړ تر اويا تېر شو لا په زړه کې يې دکښليو اشنايي ده Dictionary meaning × Headword