غزل ستا په غم کې لکه زه يم بل به نه وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا په غم کې لکه زه يم بل به نه وي دروغجن يم که بل هسې لکه زه وي 02 ستا له غمه مې ځيگر له وينو ډک شو چاته هيڅ ويلی نه شم زړه مې چوي 03 سر به درکړم په بها کې ديدن راکړه په سودا کې خلل مه کړه که دې زړه وي 04 هسې گل د گلستان په منځ کې نشته هر چې ستا رنگ و بوی پورې په ده نه وي 05 که تل تا لره درځم ملامت مه کړه د بلبلو، تل و گل وته ورتله وي 06 د ښه څيز پوښتنه مه کوه له اصله! د هر يو دکان چې وي کالی دې ښه وي 07 که صورت ژغورې له غمه کاته مه کړه زړه هاله په غم اخته شي چې کاته وي 08 زه خوشال چې اشنا ووينم خوشال شم لکه گل چې تازه شوی په اوبه وي Dictionary meaning × Headword