غزل

سترگې ستا غړوي زړه

Khushal Khan Khattak

سترگې ستا غړوي زړه

سترگې ستا پټوي زړه

چې دا خوله خوځوي، دی دی

ژبه ستا ويوي زړه

چې څه کار په لاسو، پښو کړې

دا هم ستا ښوروي زړه

اورېده په دواړو غوږو

هم په تا اوروي زړه

چې نيکي کړې يا بدي کړې

واړه تا سندوي زړه

چې خندا کړې، يا ژړا کړې

خندوي، ژړوي زړه

دواړه کونه لکه تن دي

کار د تن جوړوي زړه

زړه يې چون او بېچگون دی

څوک دا غوښه گڼي زړه

د خوشال په زړه کې يو دی

څوک يې څه لټوي زړه